په افغانستان کي د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره په لیدنه کې ویلي، چې په نږدې راتلونکي کې به یو شمېر بنسټیزي پروژې د افغانستان په بېلا بیلو ولایتونو کې په عملي ډول پيل شي او په همدې موخه به یو ځانګړی مسلکي پلاوی افغانستان ته سفر وکړي، چې په بېلابیلو برخو کې به اړتیاوي معلومې او بیا به له افغانانو سره وخت پر وخت بشري مرستې وکړي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلي، چې اسلامي امارت د اسلامي همکاریو سازمان او اسلامي هېوادونو سره ځانګړې اړیکې غواړي، ترڅو په سیاسي، اقتصادي او اجتماعي برخو کې رغنده تعامل ته ورسیږو.
ښاغلي متقي زیاته کړې؛ چې افغانستان کې خورا ښه فرصت را منځته شوی، په ټول هېواد کې ارامه فضا او مثالي امن دی.
نوموړي غوښتنه کړې، چې د اسلامي همکاریو سازمان له افغانستان سره په بېلا بیلو برخو کې مرستې وکړي او اسلامي نړۍ او افغانستان تر منځ د ښو اړیکو په برخه کی لازیات رول ولوبوي.
د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت د افغانستان وضعیت مثبت ارزولی دی.