ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ډاکټر قلندر عباد او د فرانس هېواد د شارژدافیر لیدنه؛ د روغتیايي خدمتونو په پیاوړتیا خبرې شوي

د عامې روغتيا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد قطر ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د فرانس هېواد له شارژدافیر سره لیدنه کړې.

په ياده ليدنه کې په کابل کې د فرانسویانو روغتون د اصلاحاتو، د روغتیایي خدمتونو د لګښتونو پر کموالي او په وړیا ډول بې وسه ناروغانو ته د روغتیایي خدمتونو وړاندی کولو اړوند خبرې شوي دي.

د عامې روغتيا سرپرست وزیر ویلي؛ اوس اړتیا ده چې د یاد روغتون هوګړه‌لیک بیا وشي.

نوموړي همداراز د شارژدافیر څخه غوښتي، ترڅو د روغتیا په برخه کې لا زیاتې همکارۍ د افغانانو د روغتیایي وضیعت د ښه کولو په موخه ترسره کړي، ترڅو ولسونو ته په هغه ټولو برخو کې چې د معياري روغتيايي خدمتونو اړتيا پوره او په وخت ورته رسېدنه وشي.