ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کابینې ۲۷مه غونډه؛ د هېواد په شمال او لوېدیځ کې د اورګاډي پټلۍ عملي چارې پیلېږي

د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د کابینې په ۲۷مه غونډه کې پرېکړه شوې، چې د جوزجان-اندخوی او هرات-روزنک تر منځ د اورګاډي پټلۍ جوړولو چارې دې پیل شي.
دې غونډه کې د اوسپنې پټلۍ ادارې ته دنده سپارل شوې، چې له اقتصادي کمیسیون سره په ګډه د کابینې د ۲۶مې ګڼې مصوبې پر اساس د ګمارل شوي پلاوي راپور په پام کې ونیسي او د تخنیکي پرسونل او کاري کیفیت په اړه څېړنې وکړي.
دغه راز د کابل ښاروالۍ ته دنده سپارل شوې، چې د نیمه کاره لوړپوړیزو ودانیو هغو مالکانو ته چې ځمکې یې تثبیت او د اداینې چارې یې بشپړې کړې وي، د کار اجازه ورکړي.
د ځمکو هغه مالکان چې له جواز څخه يې ډېر پوړونه جوړ کړي په دې پرېکړې کې شامل نه دي.
د کابینې په ۲۷مه غونډه کې د هېواد قلمرو ته د بهرنیو نقلیه وسایطو د داخلېدو او تګ راتګ طرحه تایید او د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ته دنده سپارل شوې، چې د اړوندو ارګانونو په مرسته يې پلې کړي.