ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

چینايي پانګوال افغانستان کې د لويو لارو د جوړولو په برخه کې پانګونه کوي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د چین هېواد له دوو سوداګرو کانسټنټ رۍ او مسټرو سره لیدلي.

 په دې لیدنه کې چینايي سوداګرو په افغانستان کې د امنيت په تامين خوښي ښودلې او ویلي یې دي، چې د اسلامي امارت له حاکمیت را وروسته په بېلابېلو برخو کې د پانګونې لپاره زمینه برابره شوې، چینايي پانګوال او سوداګر غواړي، چې افغانستان کې د سړکونو او لويو لارو د جوړولو په برخه کې پانګونه وکړي.

دغو پانګوالو زیاته کړې؛ چینايي شرکتونه او پانګوال چمتودي، چې د اسلامي امارت په همکارۍ د افغانستان په بیا رغونه کې پانګونه وکړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر دغو پانګوالو ته ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت د پانګوالو لپاره هر ډول اسانتياوې برابره وي.

دغه راز نوموړي د چين او افغانستان د مثبتو اړيکو په دوام ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې اسلامي امارت افغانستان کې د چينايي سوداګرو پانګونې ته خوشبين دی او له نورو شرکتونو هم غواړو، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.