د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشري د اقتصادي کمیسیون نوبتي غونډه ترسره او د اجنډا سره سم پر ټاکل شویو موضوعاتو بحث وشو.
په غونډه کې پرېکړه شوې، چې د اقتصاد وزارت په مشرۍ دې د ترانسپورتي ستونزو د حل په موخه جوړه شوې کمېټه دې د ترانسپورټ په سکټور کې شته ستونزې وڅېړي او خپل راپور دې اقتصادي کمیسیون ته وړاندې کړي.
دغه راز د بې اسنادو موټرو د ګمرکي محصول پروسه او اړوندو چارو وخت د شته کړنلارې پر اساس د ۱۴۰۲ لمریز کال تر پایه تمدید شو.
د دې تر څنګ پرېکړه شوې، چې د کانونو او پټرولیم وزارت د غور ولایت د سرب او جستو کان داوطلبۍ اړوند مجموعي راپور او د تصمیم نیونې معیارونه د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت او د اقتصادي کمیسیون غړو وزارتونو سره شریک کړي، تر څو د نهايي تصمیم نیونې په موخه له هر اړخیزې ارزونې وروسته د اقتصادي کمیسیون په راتلونکې ناسته کې پرېکړه وشي.
په دې غونډه کې د افغانستان برېښنا شرکت له لوري د نوري فایبر لین په کرایې او اجارې ورکولو د اقتصادي طرحې په اړه تر هر اړخیز بحث وروسته پرېکړه شوې، چې د اقتصاد وزارت په مشرۍ د افغانستان برېښنا شرکت، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت او افغان ټيلي کام شرکت استازي دې د نوري فایبر موضوع وڅېړي او راپور یې دې د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت ته وړاندې کړي.
د غونډې په پای کې د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې د نوي کابل ښار جوړولو اړوند هغه ودانیزې پروژې، چې ځمکې یې د قبالو د تضمین په شان د تصفیې قانوني اسناد ولري، د کور او ښار جوړولو وزارت کولای شي چې د دا ډول پروژو او چارو مربوطه اسناد د منظورۍ په موخه په مقطعي ډول اقتصادي کمیسیون ته وړاندې کړي او له منظوري وروسته ته دې په عملي ډول خلکو ته د کار اجازه ورکړي.