د سېشنبې ورځ، د ۲۳/۸/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۱۵/۱۲/۱۴۰۲ هـ ل نېټې سره سمون خوري.
د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۲۴ کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو ۹۱ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه شپږ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۶ تنه و، کابل ولایت ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۲۷ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې د لوري له ۲۷ کورنیو سره ۲۳۴ زره افغانۍ مرسته شوې.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۸۲ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پهکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د کارموندنې کمېټه:
د کارموندنې کمېټې په تورخم کې ۱۸ تنه غریبکار او ۱۴ تنه حرفهيي او مسلکي کسان چې ټول ۳۲ تنه کیږي، ثبت کړي دي.
یادې کمېټې په تورخم کې ۲۳۳ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
په تورخم کې د تېر په څېر کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۳۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۱۸ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
د سپین بولدک څخه پینځه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۵ تنه و، کندهار او هلمند ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته اووه زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په سپین بولدک کې له ۳۶ کورنیو سره مرسته شوې.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: په سپین بولدک کې ۳۷۵ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوي دي.
روغتیا: په سپین بولدک کې ۷۳ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
همدارنګه ۲۴۴ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم کډوالو ته خیمې، کمپلې او توسان وېشل شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۴۰ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم په کې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د کار موندنې کمیټه:
د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې پینځه تنه د بکلوریا سند لرونکي، دوه تنه د وړې دورې فارغان، درې تنه دیني عالمان، ۳۳ غریبکار او ۱۸ تنه حرفهيي او مسلکي کسان چې ټول ۶۱ تنه کیږي، ثبت کړي دي.
یادې کمېټې په سپین بولدک کې ۴۹ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.
پکتیــــکا
انګور اډې لار
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د پکتیکا ولایت د انګور اډې له لارې دوه کورنۍ هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
د انګور اډې څخه دوه کورنۍ خپلو کلیو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له دوه کورنیو سره لس لس زره افغانۍ مرسته شوې، چې ټولې ۲۰ زره افغانۍ کیږي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
په انګور اډه کې کډوالو ته د خپلو ماشومانو د ښې راتلونکې او تعلیمي نظام په هکله معلومات ورکړل شول.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په انګور اډه کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:
غذا: په انګور اډه او ښرنه کې ۱۸ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوې دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د انګور اډې په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی:
راستنېدونکو کډوالو ته د ماشومانو د ښې راتلونکې او تعلیمي نظام په هکله معلومات ورکړل شول او همداشان د کډوالو د کورنیو مشرانو ته د خپلو سیمو، دین او هیواد په اړه معلومات ورکړل شول.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۶۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۳۱ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز یو زر او ۱۶۶ مسافر هېواد ته راغلي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې د لوري له ۲۲ کورنیو سره چې د غړو شمیر یې ۹۶ ته کیږي، لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۲۲۰ زره افغانۍ کیږي.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
په نیمروز کې ۴۸ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۸۴ تنه کیږي، د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۶۰ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پهکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
هـــــــرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې درې کورنۍ هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۸ کورنیو سره مرسته وشوه.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: ۱۲۵ کورنۍ ۵۴۰ وګړي
لېږدول شوي کډوال: ۱۳ کورنۍ ۷۱ وګړي
مرسته شوي کډوال: ۶۳ کورنۍ
لنډمهالي مېشت شوي کډوال: ۴۸ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: ۱۸۲ عدده