ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کابل په ریشخور کې یو ستر او معیاري مسلخ پرانیستل شو

د کرنې، اوبولګولو او مالداري وزارت له لوري د کابل په ریشخورو کې پر ۲۵ جریبه ځمکه کې جوړ شوی ستر او معیاري مسلخ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري له خوا پرانیستل شو او عملاً په کې د څارویو د ذبحې فعالیت پیل شو.

ددې مسلخ په پرانیست غونډه کې دکرنې، اوبولګولو او مالداري سرپرست وزیر مولوي عطاءالله عمري وویل؛ د کرنې وزارت دکرنیزو محصولاتو، طبیعي سرچینو، د اوبو مدیریت، د نباتي ناروغیو کنټرول، او خلکو ته د صحي خوړو او غوښو وړاندې کولو تضمینوونکی دی.

مولوي عطا‌ءالله عمري له ناروغیو د پاکو صادراتو او وارداتو د ټینګار ترڅنګ وویل، چې موږ د قصابانو کسب له دوی څخه نه اخلو بلکې معیاري او روغتیايي غوښې  دوی ته ورکوو.

د کابل ښار قصابۍ معیاري نه دي، او په ناپاکو سیمو کې ذبح کوي، دکرنې وزارت له مسولیتونو څخه یو هم دادی چې خلکو ته صحي غوښې وړاندې کړي.

په همدې حال کې، د کابل والي شیخ محمد قاسم خالد د کرنې وزارت څخه د مننې ترڅنګ وویل؛ ډېر د خوښۍ ځای دی، چې په داسې یوه برنامه کې مې ګډون کړی دی، چې ستر او معیاري مسلخ پرانیستل کېږي، او خلکو ته صحي، حلاله او پاکه غوښه عرضه کېږي، موږ د کابل له قصابانو غواړو، چې له مسلخ څخه غوښه واخلي او بازار ته یې وړاندې کړي.

د کابل ښاروالۍ د ښاري خدماتو مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني په دې هکله وويل؛ د خوښۍ ځای دی، چې ددې ستر او معیاري مسلخ په پرانیست غونډ کې مې کډون کړی دی، په ډاډ سره وایم، چې د هېوادوالو د اقتصادي ودې په پار له تاسو سره یو، ترڅو د کرنې وزارت او خصوصي سکټور په همکارۍ دا مسوولیت مخته یوسو.

د ریشخور مسلخ د ختییځ زون د کرنیزو محصولاتو د تولید او پروسس کمپلکس، او د عدنان الهام او مسعود حامد ګډ شرکت ته په اجاره ورکړل شوی دی. ددې مسلخ د فعالیت پیل د قصابیو خوندیتوب، چاپېریال ساتنې، د جانبي محصولاتو بیا ترلاسه کولو، او د غوښو صادراتو ته د زمینې د برابرولو په برخه کې اساسي ونډه لري.