د شاه او عروس بند د پاورهاوس برخې او د برېښنا د تولید تجهیزاتو د نصبولو چارې د اوبو او انرژي وزارت د رهبري په هلو، ځلو او د اسلامي امارت د رهبري مقام په پاملرنې پيل او په یو پروګرام کې د اوبو او انرژي وزارت د اوبو مرستیال مجیب الرحمن عمر اخوندزاده، د کرنې، اوبولګولو او مالداري وزارت مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني، د اقتصاد وزارت مرستیال ډاکټر عبداللطیف نظري، د صنعت او سوداګري وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جمال، د شکر درې ولسوال او یو شمېر تخنیکي مسولینو په شتون کې رسمآ پرانیستل شو.
د اوبو مرستیال په دې اړه جوړ شوي پروګرام کې ویلي؛ د سترو بندونو د پروژو پلي کول د اسلامي امارت په لومړیتوبونو کې دي او د شاه او عروس بند د چارو برسېره په نږدې راتلونکي کې به د نورو بندونو چارې هم پیل شي.
د یاد بند د برېښنا د تولید د اړتیا وړ تجهیزات سیمې ته راوړل شوي، چې په نږدې راتلونکي کې به د تجهیزاتو د نصبولو چارې هم بشپړې شي.
د شاه او عروس بند پروژه د اوبو او انرژي وزارت له سترو پروژو څخه یوه پروژه ده، چې د ۳۰ میلیون متر مکعب اوبو د تنظیم وړتیا لري او همدارنګه په کال کې د کابو پینځه میلیون متر مکعب څښاک اوبو د برابرولو د وړتیا درلودونکي ده.
همدارنګه دغه بند د ۱.۲ میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري او کابو دوه زره او ۷۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي.