کابل ښاروالي پلان لري چې، هر څه ژر د ۲۲مې ناحیې اړوند له بت خاک څلورلارې څخه تر حلقوي سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې پیل کړي.
د کابل ښاروالۍ د استملاک رییس انجینیر عبدالمتین حنیف ویلي؛ د یاد سړک پر اوږدو کې ۷۰ ملکیتونه تر استملاک لاندې دي، چې د قانون له مخې ۹۰ سلنه مالکانو ته یې بدیل حقونه ورکړل شوي او پاتې نورو ته به یې هم ډېر ژر ورکړل شي.
نوموړي زياته کړې، د یاد سړک په اوږدو کې تر استملاک لاندې د يو شمېر خنډونو او کورونو د ويجاړولو او پاکولو چارې څه موده وړاندې ترسره شوې او د پآتې نورو به یې په نږدې راتلونکو ورځو هم ترسره شي.
د ماسټر پلان له مخې د یاد سړک جوړول، د کابل ښاورالۍ لومړیتوب او د ښاریانو له لومړنیو هیلو څخه ده.
دغه سړک یو زر او ۳۲۵ متره اوږدوالی او ۴۵ متره سور لري، چې په جوړېدو سره به یې د ښاریانو پر وړاندې شته ترافیکي ستونزې حل او دوی ته به ګڼ شمېر ټولنیزې او ښاري آسانتیاوو رامنځته شي.