د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو سرپرست وزیر شیخ محمد خالد حنفي افغانستان کې د ایران سفیر سید حسن کاظمي قمي او مل پلاوي سره لیدلي.
په دې لیدنه کې شیخ محمد خالد حنفي په ایران کې د افغانستان سفارت اسلامي امارت ته سپارل ستایلی او د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدلو په موخه یې نېک اقدام ګڼلی.
ښاغلي حنفي د اسلامي نړۍ په یووالي ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې اسلامي هېوادونه باید یو او بل ته لاس ورکړي او د بهرنيو فشارونو د له منځه وړلو لپاره سره یو موتی شي.
دغه راز ښاغلي قمي زیاته کړې؛ افغانستان کې د نجونو تعلیم د اسلامي امارت کورنۍ موضوع ده، نړېوال دې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.
په پای کې ښاغلي خالد زیاته کړې، اسلامي امارت د شریعت په رڼا کې د ښځو حقونه ورکوي. ځینې کړۍ هڅه کوي، چې نړۍ ته مو د نجونو د حقونو او تعلیم دښمنان وښيي؛ خو اسلام مبارک دین ښځو ته خپل حقونه ورکړي او ښځه یې د انسانیت برخه ګرځولې ده.