ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د هېواد ځمکې لاندې اوبو چارو د تنظیم او څرنګوالي په موخه ناسته شوې

 دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو مرستیال مجیب الرحمن عمر آخوندزاده تر مشري لاندې د زراعت، اوبو لګولو او مالدارۍ، لوړو زده کړو، کلیو بیارغونې او پراختیا، ښارجوړونې او مسکن، کانونو او پطرولیم،ترانسپورټ او هوایې چلند او صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د چارو ادارې عمومي ریاست، د چاپیریال ساتنې ملي ادارې، ښاري اوبو رسولو او فاضلابو شرکت او کابل ښاروالۍ د استازو په شتون کې ترسره شوې.

په دغه ناسته کې د ځمکې لاندې اوبو څخه د معقولې او متوازنې ګټې اخیستنې د څرنګوالي او د هغې د بې ځایه مصرف د مخنیوي، د سطحي اوبو د مدیریت او د کرنې، اوبو لګولو، مالدارۍ، تولیدي کارخونو او استوګنو ښارګوټو د اوبو د اړتیاوو پوره کولو په موخه د جامعو طرحو د جوړولو په هکله بحث او د اندونو تبادله شوي دي.

 د ناستې په پای کې هوکړه شوې، چې د تخنیکي سکرتریت په جوړولو سره، د اړوندو ادارو په ګډون منظمې ناستې ترسره شي او د هېواد د سطحي او ځمکې لاندې اوبو له سرچینو څخه د اغیزمنې ګټې اخیستنې لپاره هر اړخیزه طرحه ترتیب او د اړینو تصمیمونو نیولو لپاره دې د افغانستان اسلامي امارت کابینې ته وړاندې شي.