د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تخنیکي پلاوي او د دغه وزارت تخنیکي رییسانو له ایراني پلاوي سره لیدنه کړې او په ترڅ کې یې د دوه اړخیزو عملي کارونو د پیل په موخه خبرې کړي.
غونډه کې د دواړو لورو مسلکي ټیمونه مشخص شوي، ترڅو د مالدارۍ، بڼوالۍ، څېړنې، روزنې، ترویج، سوداګرۍ، صادراتو او وارداتو او په بېلابېلو برخو کې د پانګونې په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي.
مولوی صدراعظم عثماني ویلي؛ د ایران د دولت او پانګوالو له پاملرنې او لېوالتیا څخه مننه کوو، چې له افغانستان سره کار کوي.
نوموړي زیاته کړې؛ د افغانستان اسلامي امارت هم لېواله دی، چې له ګاونډیانو او د نړۍ له ټولو هېوادونو سره کار وکړي، ترڅو دوی راشي او په افغانستان کې کار او پانګونه وکړي، موږ همکاریو ته چمتو یو او په دې هېواد کې د پانګونې او کار کولو فرصتونه شتون لري.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال ویلي؛ امنیت، کاري ځواک، د اوبو زیاتې زېرمې، حاصلخیزه خاوره، مناسب اقلیم، د فساد نشتوالی او له هر هېواد سره د حکومت همکارۍ شتون لري، ترڅو راشي د دواړو دولتونو د اصولو او معیارونو پر بنسټ کار وکړي.
د دواړو لورو له خوا په بېلابېلو څانګو کې مشخصې کاري کمېټې وګمارل شوي، تر څو په مشخصو موضوعاتو خبرې وکړي او د عملي کارونو په اړه اقدام وکړي.
د ایراني پلاوي په ترکیب کې د ایران د کرنې جهاد وزارت مرستیال ډاکټر سید مجتبی نوروزي او د ایران د مالدارۍ مشرې مېرمن مریم جلیلي، د ایران او ایران د کرنې جهاد وزارت د نباتاتو د ساتنې د ادارې مشر مقدم، د خراسان رضوي ولایت د کرنې جهاد د ادارې مشر غلام رضا قنبري، د جنوبي خراسان د کرنې جهاد ادارې رییس مهدي جعفري او د افغانستان په چارو کې د ایران ولس مشر ځانکړی اقتصادي استازی محمد مهدي جوان مرد قصاب شامل دي.
د ایراني پلاوي او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسولین به د کار له بشپړیدو وروسته د دوه اړخیزو همکاریو د عملی کولو لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د عملي میتود د چمتو کولو په اړه بحث او د نظر تبادله وکړی، چې د دې کړن لارې له بشپړېدو وروسته به د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو په بېلابېلو برخو کې دوه اړخیزې همکارۍ په عملي بڼه پیل شي.