د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د ننګرهار ولايت د باریکاب اړوند کوچي قوم له یو شمېر مشرانو او مخورو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې یادو مشرانو په هېواد کې د اسلامي نظام تر چتر لاندې د ارامه او سوکاله ژوند په درلودلو خوښي ښودلې او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې اسلامي نظام د کوچي قوم ستره هیله وه او د برقرارۍ لپاره يې ګڼو افغانانو قربانۍ ورکړي او اوس یې د ثبات او دوامداره ټینګښت لپاره له هر راز قربانۍ او همکارۍ مخ نه اړوي.
دوی د کوچي قوم او ځايي اوسېدونکو یو شمېر ستونزې او وړاندیزونه د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره شریک کړي دي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال له دوی څخه په مننې ویلي؛ دا یو څرګند حقیقت دی چې د اسلامي نظام په ټینګښت کې ولس له اسلامي امارت سره اوږه پر اوږه ولاړ او له مجاهدینو سره یې هر راز همکارۍ کړې دي.
محترم مولوي عبدالکبير زیاته کړې، چې ټول ولسونه دې په هېواد کې د اسلامي نظام د ټینګښت او په هېواد کې د امن، سوکالۍ او پرمختګ لپاره لاسونه یو کړي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې د کوچي قوم راغلو مشرانو ته ډاډ ورکړی، چې د ستونزو د حل په موخه به يې اړوندو ادارو ته لازمې لارښوونې وکړي.