ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو چارو وزیر د فراه ولایت له مرستیال والي سره لیدنه کړې

د کډوالو او راستنیدونکو چارو سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د فراه ولایت له مرستیال والي مولوي عبدالکریم جهادیار سره د همغږۍ، کډوالو او راستنیدونکو، پرمختیایې پروژو، میشتو موسسو، بخش اباد بند، له ګاونډي هېواد ایران څخه د وارداتي برېښنا، د شیخ ابونصر فراهي بندر د لویې لارې د رغنیزو چارو، ښوونیزو او روغتیایې طرحو، اداري او نظامي جوړښت، د اداري چارو د لا چټکتیا، د ترسره شویو او کیدونکو مرستو د وېش او سروې په اړه د معلوماتو د ترلاسه کولو په موخه لیدنه کړې.

ښاغلي حقاني پر یو لړ اړینو موضوعاتو باندې د بحث ترڅنګ ویلي، چې د موسسو له لوري باید په سروې کولو کې باید پوره روڼتیا موجوده وي او پرته له کوم خنډ څخه ترسره او مرستې باید په وړ کسانو وویشل شي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د موسسو له مسولینو او کارکونکو سره سیمې ته د تګ، سروې او مرستو د ویش پر مهال باید خامخا د اسلامي امارت کسان شتون ولري.

بل لوري ته د فراه ولایت مرستیال والي ښاغلي وزیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ د یاد ولایت اړوند د اداري چارو، د ولایت مقام او مسولینو ترمنځ د همغږې او اداري ناستو، فعالو ریاستونو، پرمختیایې، روغتیایې، ښوونیزو پروژو او نورو اړوند چارو او طرحو په اړه وړ معلومات وړاندې کړي.

ښاغلي جهادیار د فراه ولایت د ولسي وګړو اړوند ستونزو او ننګونو په اړه ویلي، چې د دې ولایت وګړي له سختې وچکالې، د اوبو له کمښت او د برېښنا له نشتون سره مخ دي.

نوموړي د بخش اباد بند د رغولو او مرستو په برخه کې د موسسو د لا هڅونې غوښتنه کړې ده.