د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د عامو افغانانو له لوري د عالیقدر امیرالمؤمنین د دوو وروستیو فرمانونو د هرکلي پر دوام د فراه ولایت اوسېدونکو هم د یادو فرمانونو تود هرکلی کړی.
دا دوه وروستي فرمانونه، چې له مخي یې د هېڅ دولتي ادارې مسولين تر خپل امر لاندې په اداراتو کې خپل یو یا څو زامن په دندو نه شي ګمارلی او لوړ پوړي مسولین او مامورين په مستقیم او غیرې مستقیم ډول د جنسونو، چوپړتیاوو او ودانیزو چارو، کان کېندنې، رغنیزو پروژو، تدارک او نورو قراردادونو به داوطلبۍ کې د دواطلب په توګه کډون نه شي کولای، د عامو افغانانو له تاوده هرکلي سره مخ شوي دي.
فراه ولایت مرکز اړوند ګڼو ښاري اوسیدونکو ویلي، چې له یادو فرمانونو سره به اړمنو او بیوزلو کسانو ته د دندو او کار پیدا کېدو ترڅنګ په هېواد کې د اداري فساد، کډوالۍ، جنایي جرمونو مخنیوی وشي او هېواد به د پرمختګ په لور روان شي.