ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل ښاروالي: په ۱۴۰۲ کال کې به د ۵ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۵۰ پروژې پلې شي

کابل ښاروالۍ په یوه رسنیز کنفرانس کې د ۱۴۰۱ مالي کال مهمې لاسته راوړنې او د ۱۴۰۲ کال پلانونه وړاندې کړل.

د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې د مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني او د کابل ښاروالۍ د استازي نعمت الله بارکزي له لوري د کابل ښاروالۍ د ۱۴۰۱ کال د مهمو لاسته راوړنو او د ۱۴۰۲ کال د پلانونو تشریح کولو په اړه د یوه رسنیز کنفرانس په ترڅ کې له رسنیو او ژورنالیستانو سره معلومات شریک شول.

د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال ویلي، چې کابل ښاروالۍ د ډېرو کمو امکاناتو او سرچینو په درلودلو سره په تېر یوه کال کې ښاریانو ته خدمتونه وړاندې کړي او یو پر بل پسې یې ډېر شمېر زیربنايي او ټولګټې پروژې د ښار په کچه پلې کړې دي.

نوموړي له ښاریانو هیله کړې، چې د کابل ښاروالۍ د پلانونو په پلي کېدو کې مرسته ورسره وکړي، تر څو کابل ډېر ژر په یوه پرمختللي او ښایسته ښار بدل شي.

وروسته د کابل ښاروالۍ استازي نعمت الله بارکزي په خپلو خبرو کې ویلي، چې په تېر ۱۴۰۱ کال کې د کابل ښاروالۍ له عوایدي سرچینو ۴.۳ میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي او د ښاري خدمتونو په برخه کې مصرف شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د څه باندې ۳۰ کیلو مترو اصلي او فرعي سړکونو جوړول، د ۳۳۰ زره مټریک ټنه کثافاتو راټولول او لېږدول، د څه باندې دوه میلیونه ونو خړوبول، د ۱۴۰ پارکونو ساتنه، د ۶۰۰ زره نیالګیو کېنول، له ۱۰۰۰ لوړ پوړیزو ودانیو د لوګي د تصفیې فلټر د څرنګوالي په اړه څارنه او له ودانیزو سرغړونو څخه مخنیوی د ۱۴۰۱ کال له مهمو لاسته راوړنو یادولی شو.

دغه‌راز د ۱۰ جوماتونو جوړول، د ښکلا د تاريخي او فرهنګي سمبولونو جوړول، د څه باندې سلو ګذرونو لپاره د وکیلانو ټاکل او د شفافیت او ځواب ویلو په موخه  له فعالیتونو د کلپونو او راپورونو خپرول نورې مهمې کړنې دي، چې په تېر کال کې ترسره شوې دي.

ښاغلي بارکزي د ۱۴۰۲ کال په پلان کې د څه باندې ۵ میلیارده افغانیو په ارزښت د ۱۵۰ نویو پروژو خبر هم ورکړی او ویلي یې دي، چې له دې ډلې ۵۸ یې یوازې د اصلي او فرعي سړکونو جوړولو په برخه کې دي.

د نوموړي په وینا په روان کال کې به ډیری برخې تمویل او تجهیز شي، تر څو په دې توګه د خدمتونو په وړاندې کولو کې غوره بدلون راشي.