د زابل کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عطاالله راشد وايي، چې د کرنې وزارت له هدایت سره سم یې د دې ولایت په سیوري ولسوالۍ کې د اسلامي امارت د بنسټګر مرحوم ملا محمد عمر مجاهد زیارت ته پر غځېدلې لاره او د زیارت پر شاوخوا سیمه کې د زینتي نیالګیو کېنولو لړۍ پیل کړه.
ښاغلي راشد زیاته کړې، چې په یادو سیمو کې د دوو اونیو په موده کې ۵۰۰۰ زینتي نیالګي کېنول کېږي او د اوبو رسولو او ساتنې لپاره یې هر اړخیزې هڅې کېږي.
دغه راز د سیمې اوسېدونکو د کرنې وزارت له دې اقدام هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې د ملا محمد عمر مجاهد د زیارت لیدلو لپاره هره ورځ په سلګونو کسان راځي او مسولین باید د دې سیمې د سمسور تیا لپاره جدي پاملرنه وکړي.
د ملا محمد عمر مجاهد د زیارت په شاوخوا سیمه کې د نیالګیو کېنولو لړۍ پيل شوه
