د رییس الوزرا په مشرۍ د کابینې په ۲۹مه غونډه کې ټولګټو وزارت ته دنده سپارل شوې، چې د لویو لارو په اوږدو کې د خپل پلان له مخې په هرو سلو کیلومترو کې یو جومات چې د نارینه او ښځینهوو لپاره بېل ځایونه او ټول ملحقات ولري، جوړ او ساتنه يې وکړي.
د دې تر څنګ د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي کمیسیون دې د لویو لارو پر سر د تیلو د ټانکونو مالکان له خپلو ټانکونو سره جوماتونو جوړولو ته وهڅوي.
دغهراز کابل ښار کې د نویو جوماتونو د جوړولو په موخه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د مرستیال په مشرۍ پلاوي ته دنده سپارل شوې، چې مناسب ځایونه مشخص او څېړنه دې د کابینې له ناستې سره شریکه کړي.
دې ناسته کې له ۱۳۸۱ څخه د ۱۳۸۹مالي کال تر پایه د ملکیتونو له مالکینو د کرایو په برخه کې د مالیاتي باقيداري معافیت اړوند د ماليې وزارت وړانديز هم تصویب شو.
د کابینې په دې غونډه کې د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو او د استخباراتو لوی ریاست ته دنده سپارل شوې، چې ملکي او پوځي ارګانونو ته د زرهي وسایطو او وسلو ګرځولو د جواز د ورکړې په اړه بحث وکړي او د تصمیم لپاره دې د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.
د دې تر څنګ د بې اسنادو نقلیه وسایطو په اړه د ګمارل شوي پلاوي طرحه او د روزګان په چنارتو ولسوالۍ پورې د ځینو سیمو اړوند کولو په موخه د پلاوي نظر تایید شو.
کابینې د خوړو او درملو ملي ادارې ته دنده سپارلې، چې د بې کیفیته، غیرې معیاري او په قاچاقي لارو د درملو واردولو د مخنيوي اړوند ځانګړی وړاندیز برابر او ریاست الوزرا مقام ته یې دې وړاندې کړي. د دې تر څنګ اقتصادي کمیسیون باید له یادې ادارې سره په همغږۍ د درملو د بېلټي کولو موضوع پخپلو کاري لومړیتوبونو کې ونیسي.