د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر او د سیاسي کمېسیون غړو ملا خیرالله خیرخواه او انس حقاني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا او مل پلاوي سره لیدلي دي.
په دې لیدنه کې اغلې روزا اوتونبایوا ډاډ ورکړي، چې ملګري ملتونه له افغانانو سره بشري مرستو ته دوام ورکوي او هڅه کوي؛ د افغانستان ستونزې د خبرو له لارې هوارې کړي.
مولوي عبدالکبیر ویلي، چې نړیوال دې له افغانانو سره د ملګرو ملتونو بشري مرستې په سیاسي موضوعاتو پورې نه تړي. افغانستان د ملګرو ملتونو له فعالو غړو څخه دی او هیله لري چې د نړیوالې ټولنې یو فعال هېواد پاتې شي.
نوموړي زیاته کړې؛ ملګري ملتونه دې پر اسلامي امارت او چارواکو لګول شوي بندیزونه لرې کړي او له دوی سره دې تعامل وکړي. هغه ټینګار کړی، چې اسلامي امارت اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې ټول شرایط پوره کړي او باید په رسمیت وپېژندل شي
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ډاډ ورکړی، چې افغانان د بل هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نکوي او بل چاته هم اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنې وکړي او خاوره یې د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.
مولوي عبدالکبير زياته کړې، چې اسلامي امارت په ټولګډونه نظام باور لري، خپلو ټولو سیاسي مخالفینو ته یې بښنه کړې او له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون له لارې یې د ورته د راستنېدلو زمینه برابره کړې ده.
هغه زیاته کړې داعش یو نړیوال ګواښ دی؛ خو اسلامي امارت یې په افغانستان کې ريښې وچې کړې دي.