د امربالمعروف سرپرست وزیر: د اسلامي امارت مسولین هڅه کوي، چې د هېوادوالو حقونو ته رسېدنه وکړي
د امربالمعروف او نهی عن المنکر سرپرست وزیر شیخ محمد خالد حنفي د سرپل ولایت بلخاب ولسوالۍ له قومي مشرانو او د اهل تشیع کمیسیون له غړو سره لیدنه کړې.
نوموړي په دې لیدنه کې ویلي، چې د اسلامي نظام په پلي کولو سره د خلکو د حقونو ساتنه کېږي.
ښاغلي حنفي زیاته کړې؛ په تېرو شلو کلونو کې د ولس حقوق تر پښو لاندې شوي وو، د مجاهدینو د قربانیو په پایله کې اسلامي نظام حاکم شو او اوس د اسلامي امارت ټول مسولین هڅه کوي، چې د هېوادوالو حقونو ته رسېدنه وکړي.
نوموړي ډاډ ورکړی، چې د شکایتونو د اورېدلو په موخه به د امربالمعروف وزارت دروازې د ولسونو پر مخ پرانیستې وي او ستونزو ته به یې رسېدنه کېږي.
د بلخاب ولسوالۍ قومي مشرانو ویلي، چې د دې ولسوالۍ ولسونه د اسلامي نظام ترڅنګ ولاړ دي او د امربالمعروف وزارت له کړنو خوښ او ملاتړ یې کوي.
د دوی په وینا؛ امربالمعروف وزارت یواځینی ادرس دی، چې د هېوادوالو ستونزې اوري او رسیدنه ورته کوي.