د پوهنې سرپرست وزیر مولوي حبیب الله اغا د کابل له والي شیخ محمد خالد قاسم سره پخپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د کابل والي ښاغلي خالد په دې لیدنه کې د کابل ولایت ۱۴ ولسوالیو ته د خپل کاري سفر په اړه د پوهنې سرپرست وزیر ته معلومات وړاندې کړي او ولسوالیو کې یې د ښوونځیو او دیني مدرسو شته ستونزې شریکې کړې دي.
ښاغلي خالد ویلي، چې په ځینو ولسوالیو کې د دیني مدرسو او ښوونځیو کمښت، د رسمي ښوونکو او درسي توکو کموالی هغه ستونزې دي، چې ولسوالیو کې یې خلکو غوښتنه کوله او د پوهنې مدیرانو هم په ځینو ولسوالیو کې د ښوونځیو او مدرسو په جوړولو او د رسمي ښوونکو په ګمارلو ټینګار کاوه.
د کابل والي د پوهنې له سرپرست وزیر څخه په ۱۴ ولسوالیو کې د مرکزي مدرسو د جوړولو غوښتنه کړې ده.
د پوهنې سرپرست وزیر حبیب الله اغا د کابل والي له لوري ولسوالیو ته سفر او د خلکو ستونزې له نږدې اورېدل ستایلي او دا یې د ریښتینو مشرانو ښه بېلګه یاده کړې ده.
سرپرست وزیر دغه راز ډاډ ورکړی، چې د هېواد د نورو ولایتونو په ګډون به د کابل ولایت ټولو ولسوالیو کې د پوهنې اړوند ستونزو ته رسېدنه وشي.