ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا سرپرست وزیر: د واخان سړک لمړنۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي او ډیر ژر به د چین له سرحد سره وصل شي

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست ملا محمد یونس اخوندزاده په افغانستان کې د چین هېواد له سفیر جاو شینګ او مل پلاوي سره لیدنه کړې.
په دغه لیدنه کې د چین سفیر د افغانستان او چین ترمنځ د ښو اړیکو څخه خوښي څرګنده کړې او ویلي دي؛ چین یو پر ځان بسیا هېواد دی، چې له ټولو اسلامي او ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له افغانستان سره ښې اړیکې لري.
دغه راز ښاغلي جاو شینګ له واخان څخه د چین تر سرحد پورې د سړک جوړولو پروژې ته په اشارې سره ویلي، چې دغه هېواد د پرمختیايي او بنسټیزو پروژو د پلي کېدو او پراختیا په برخه کې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
ورته مهال په دغه لیدنه کې ملا محمد یونس اخوندزاده د اسلامي امارت سره په سیاسي او اقتصادي برخو کې د چین له همکارۍ مننه کړې او ویلي یې دي، چې له واخانه د چین تر سرحد پورې د جوړیدونکي سړک لومړنۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي او ډیر ژر به د چین له سرحد سره وصل شي.
نوموړي زیاته کړې، چې “موږ غواړو له خپلو ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي توګه له چین هېواد سره د متقابل درناوي پر اساس ښې اړیکې ولرو.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر دغه راز زیاته کړې؛ چې د دغه سړک اساسي رغول د دواړو هېوادونو په اقتصادي پیاوړتیا کې مهم رول لري او د افغانستان، چین او منځنۍ اسیا هېوادونو لپاره لنډه او ګټوره لاره کېداې شي.
د لیدنې په پای کې دواړو لوریو پر دوامداره همکاریو ټینګار کړی.