ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د “TOYAR” چینایي شرکت له رییس سره د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر لیدنه؛ هېواد کې د خالص مسو د تولید په اړه خبرې شوې

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شیخ شهاب الدین دلاور د مس عینک قراردادي چینایي شرکت له رییس او مل پلاوي سره دیادې کمپنۍ د پرمختګونو او فعالیتونو په اړه خبرې کړي.
د چنیایي شرکت رییس په دغه لیدنه کې د یادې پروژې د پراختیایي کارونو په اړه خبرې کړې او د چارو د لا ښه پرمخ وړلو په موخه یې د کانونو او پټرولیم له سرپرست وزیر سره یو شمېر وړاندیزونه او ستونزې شریکې کړې دي.
ورته‌مهال شیخ شهاب الدین دلاور د چينایي پانګوالو شتون د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړيکو د ټينګښت او پراختيا لامل بللی او د ياد شرکت د ستونزو د حل په موخه یې لازمې لارښوونې کړي.
ښاغلي دلاور دغه راز په هېواد کې دننه د مسو پر پروسس ټينګارکړی دی.