اسلامي امارت د ډلهيیزامنيت سازمان غړو هېوادونو هغه اندېښنه بې ځايه بللې، چې ګواګې له افغانستان څخه د دې سازمان غړو هېوادونو ته د ترهګرو د نفوذ وېره شته.
د ډلهييز امنيت دتړون سازمان په سيمه کې د امنيت په تړوا له افغانستانه څخه د دې سازمان غړو هيوادونو ته د ترهګرو د نفوذ اندېښنه ښودلې او د افغانستان له خاورې يې د احتمالي ګواښونو د مخنيوي لپاره پر خپلو سياسي او نظامي تياريو تينګار کړی.
اسلامي امارت د دې سازمان د غړو هیوادونو اندېښنه بې ځایه بولي او له افغانستان څخه د هر ډول ګواښ د مخنیوي ډاډ ورکوي.
له بل لوري سیاسي شنونکي وایي اسلامي امارت په کم وخت کې وتوانید چې په افغانستان کې څلوېښت کلن بحران ته د پای ټکی کېږدي، د دوی په اند سیمه او نړۍ دې د افغانستان له موقیعت څخه په سوداګريزه برخه کې سمه ګټه پورته کړي او له دغه ډول څرګندونو دې لاس واخلي.
که څه هم وخت نا وخت ځينې هېوادونه او يا هم سازمانونه د افغانستان په تړاو اندېښنه ښيي، خو د افغانستان اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته امنيت ښه شوی او سيمې ته يې بيا بيا له افغانستان څخه د هر ډول ګواښ د مخنيوي ټټر وهلی دی.