پروان کې د اوبو د یو پایپ لاین د غځولو په پایله کې نږدې زر کورنۍ د څښلو له اوبو برخمنې شوې.
افغانستان د اوبو له طبیعې سرچینو غني دي، خو د هیواد یو شمېر سیمې د څښلو د صحې اوبو له کمښت او نشتون سره مخ دي.
پروان ولایت سربېره پر دې چې د اوبو د ډېرو او ښو سرچینو درلودونکې دی، خو خلک یې تر اوسه د څښلو له پوره اوبو برخمن نه دي
د یاد ولایت په مرکز چاریکار ښار کې د اوبو د هغې شبکې چې ۹۰۰ کورنۍ به ترې ګټه پورته کوي د یوې برخې د افتتاح په مراسمو کې ځایي چارواکو د دغه ولایت د خلکو د اوبو د کمښت او صحي اوبو ته د نه لاسرسي د ستونزې د حل ډاډ ورکړ.
پر همدې مهال د محلي شوراګانو او اوبو رسونې یو شمېر استازي د حکومت د دغه اقدام هرکلی کوي او زیاتوي چې د اوبو د دغې شبکې څخه ۹۰۰ کورنۍ برخمنې شوي دي.
د پروان ولایت د پارچه شش اړوند د څښلو د پاکو اوبو یاد غځول شوی پایپ لاین د سره صلیب په تمویل سره په ۴۴ زره امریکایی ډالرو جوړ شوی دی.