د افغانستان اسلامي امارت سیاسي کمیسیون د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ غونډه ترسره کړه.
په غونډه کې چې په سپېدار ماڼۍ کې وشوه د افغانستان پر روان وضعیت، د اسلامي امارت پرنړیوالو اړیکو او د افغانانو لپاره د بشري مرستو پر راجلبولو خبرې شوې.
دغهراز د سیاسي کمېسیون په اجنډا کې پر شاملو یو شمېر نورو موضوعاتو هم بحث او اړین تصمیمونه نیول شوي دي.