د رییس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د کابینې په ۳۰مه غونډه کې د معلولینو، کونډو او یتیمانو لپاره د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د میاشتنۍ نغدي مرستې طرحه تایید شوه.
دغهراز پرېکړه شوې، چې د تقاعد او معلولیت حقوق معاش نه ګڼل کېږي، ځکه خو دولتي ادارې د کار وړ متقاعدین بالمقطع او معلول کسان رسمي ګمارلی شي.
په غونډه کې اقتصادي کمیسیون ته دنده سپارل شوې، چې د هرات (کشک-تیرپل) احتمالي حوزې د جیوفزیکي سروې ګانو پلي کېدو د اعلان اړوند له څېړنې وروسته تصمیم ونیسي او همدارنګه د بوستان سبز کرنیز او مالدارۍ شرکت د حقوقي حیثیت تر معلومولو وروسته له پخوانیو ونډه والو سره د فعالولو اقدامات وکړي. که هغوی ستونزه لرله نو له نویو شرکتونو سره د مفاهمې پایله او طرحه دې کابینې ته وړاندې کړي.
د دې تر څنګ د احصايې او معلوماتو ملي ادارې له لوري د برېښنايي تذکرو لپاره ۵۰۰ افغانۍ، د کاغذي تذکرو د نوي کولو، مثنی او تایید لپاره ۲۰۰ افغانۍ، د ماشوم د زېږېدنې کارت ۲۰۰ افغانۍ او د لویانو لپاره ۵۰۰ افغانۍ، په غیابي ډول د تذکرې د مثنی، وېش او یا تایید ۲۰۰ ډالر او د غیابي زېږېدنې کارت د وېش لپاره هم ۲۰۰ ډالر تایید شوي دي.
د کابینې په دې ناسته کې د درملو او خوړو ملي ادارې له لوري د بهرنیو کمپنیو او د درملو د اقلامو د ثبت کړنلاره تصویب شوه او همدارنګه د ثور میاشتې ۲۰مه نېټه په کلیزه کې د صادراتو د ملي ورځې په نوم ونومول شوه.