دعالیقدرامیرالمومنین حفظه الله د فرمان په اساس د فاریاب ولایت په اوو ولسوالیو کې د کوکنارو د کښت مخنیوي کمپاین پیل شو.
د فارياب امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدیر ملا محمد يونس اخندزاده وايي، چې دغه کمپاين د پلان له مخې په خواجه سبزپوش، شيرين تګاب، دولت اباد، قرمقول، قرغان، اندخوى او خان چهارباغ ولسواليو کې پيل شوى دى.
د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر د ولسوالانو، مبلغانو او د جوماتونو د ملا امامانو په غونډه کې د عالیقدر امیرالمومنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله فرمان ولوست او غوښتنه یې وکړه، چې د کوکنارو او زیان رسوونکو بوټو له کرلو ډډه وکړي او پر ځای یې د حلال او بدیل معیشت کښت پیل کړي.
په دې کمپاین کې ولسوالانو د ولسونو په استازیتوب ژمنه وکړه چې د فرمان په پلي کولو کې به پوره هڅه کوي.
د یادولو وړ ده چې څه موده وړاندې عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله په هیواد کې د نشه يي توکو د کښت او قاچاق د مخنیوي فرمان صادر او اړونده چارواکي یې مکلف کړل، چې له سرغړونکو سره د شرعي احکامو مطابق چلند وکړي.