د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي کابل کې د چاپان له سفیر ښاغلي تاکاشي اکادا سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او سیاسي وضعیت خبرې شوې دي.
د چاپان سفیر په خپلو خبرو کې ویلي، چې د متفاوتو نظرونو له شتون سره سره یې هیواد له افغان چارواکو سره د تعامل پلوی دی.
دغه راز ښاغلي متقي په کلي ډول د افغانستان وضعیت مثبت بللی او ویلي یې دي، چې سیمه او نړۍ دي د مثبتو پرمختګونو په نظر کي نیولو سره واقعبین ووسي، تر څو د همکارۍ او هماهنګۍ د فضا په رامنځته کولو سره پرمختګونو او تعامل ته لاره هواره شي.