ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

قزاقستان هڅه کوي چې افغانستان د رېل پټلۍ له لارې له سیمې سره وصل شي

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د قزاقستان جمهوریت د لومړي وزیر مرستیال او د سوداګري او همګرايي وزیر سریک ژومانګارین سره لیدلي.

په دې لیدنه کې ښاغلي متقي له افغانستان سره د قزاقستان له بشري مرستو مننه کړې او ویلي یې دي، چې قزاقستان د سوداګري او ټرانزیټ لپاره له افغانستان څخه ګټه پورته کولای شي.

ښاغلي متقي زیاته کړې؛ افغانستان کې د پانګونې ښه فرصتونه رامنځ ته شوي، قزاقستاني پانګوال کولای شي، چې په بېلابېلو برخو کې افغانستان کې پانګونه وکړي. ښاغلي متقي خوښي ښودلې چې په تېر یوه کال کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ کچې تر۹۰۰ میلیونه ډالرو رسېدلې ده.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له سریک ژومانګارین څخه غوښتي چې افغان سوداګرو ته د ویزې د ورکړې بهیر کې اسانتیاوې راولي.

د قزاقستان جمهوریت د لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانګارین ویلي، چې هېواد یې له افغانستان سره له پخوا ښې اړیکې لري او اوس یې کابل ته د قزاقستاني سوداګرو یو ګروپ راوستی تر څو د دواړو هېوادو نو سوداګریزې اړیکې لا پراخې شي.

دغه راز د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال ویلي، چې افغانستان په سیمه کې د ټرانزیټ له اړخه ځانګړی موقعیت لري او کولای شي چې منځنۍ او سویلي اسیا سره وصل کړي. قزاقستان هڅه کوي چې افغانستان د رېل پټلۍ په واسطه له سیمې سره وصل کړي او افغانستان ته نوې سوداګريزې لارې خلاصې کړي.

ښاغلي سریک ژومانګارین ژمنه کړې، چې د افغانستان د سوداګرو او بهرنیو چارو وزارت په همکارۍ به افغان سوداګرو ته د ویزو د ورکړې بهیر کې اسانتیاوې راولي.

په پای کې ښاغلي متقي ویلي، چې د اسلامي امارت بهرنی سیاست متوازن او اقتصادمحوره دی او د افغانستان له لارې سیمه‌ییز ټرانزیټ او اتصال د افغانستان د بهرني سیاست په لومړیتوبونو کې دي.