د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړپوړي دولتي پلاوي د قزاقستان جمهوریت د لومړي وزیر مرستیال محترم سریک ژومانګارین په مشرۍ له راغلي پلاوي سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې دواړو لورو پر سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، ترانزيټي، اوسپنې پټلۍ او بنسټیزو پروژو هر اړخیزې خبرې کړې.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د قزاقستان له بشري مرستو مننه کړې او زیاته کړې یې ده، چې قزاقستان هر وخت له افغانستان سره همکاري او ښې اړیکې پاللې دي او افغانستان هم له خپل لوري د دوستانه اړیکو د ساتلو ډاډ ورکوي.
نوموړي زیاته کړې؛ د دې لپاره چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پراخې شي، له دوست هېواد قزاقستان څخه غواړو، چې په خپل هېواد کې د افغانستان نوي ډیپلوماتان ومني.
د ښاغلي ملا برادر په وینا؛ اسلامي امارت د هېواد د اقتصادي ثبات لپاره کوټلي ګامونه اخیستي او د لویو بنسټیزو پروژو پر پلانونو په چټکۍ سره کار کوي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال له قزاقستان سره د سوداګریزو اړیکو پر پراخولو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې د ډاډمن امنیت او مرکزي حکومت په رامنځته کېدو سره د اوسپنې پټلۍ شبکو غځولو په څېر لویو پروژو پلي کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.
ښاغلي برادر ویلي؛ افغانستان ته به هغه هېوادونه لومړیتوب ولري چې د دې پروژو په ترسره کولو کې له افغانستان سره حسن نیت او په دغو برخو کې ښه تجربه ولري.
د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال ویلي؛ قزاقستان د تاریخ په اوږدو کې له افغانستان سره ښې اړیکې درلودلې چې د دغو اړیکو د لا پياوړتیا په موخه به په نږدې راتلونکي کې په قزاقستان کې نوي افغان ډيپلوماټان ومنل شي.
ښاغلي ژومانګارین زیاته کړې، چې افغانستان ته د دوی د سفر موخه د سوداګریزو اړیکو پراختیا، د سوداګریزو ستونزو د ژر حل په موخه د ګډ ګروپ رامنځته کول، افغان سوداګرو ته د وېزو اسانتیاوې برابرول، په دواړو هېوادونو کې بانکي څانګو پرانیستل او د افغان ټرانس په څېر بنسټیزو پروژو کې له افغانستان سره ګډ کار او په دغه پروژه کې ګډون کول دي.
د ښاغلي ژومانګارین په وینا؛ تېر کال قزاقستان او افغانستان شاوخوا د یو میلیارد ډالرو په ارزښت سوداګري درلوده، چې د پخوا په پرتله دوه برابره زیاتوالی ښيي او د دواړو هېوادونو د اقتصادي همکاریو په زیاتېدو به سږ کال دغه اندازه تر درېیو میلیاردو ډالرو ورسیږي.
د ناستې په پای کي دواړو لورو هیله څرګنده کړې، چې دغه ډول ناستې دې دوامداره او د دواړو هېوادونو د مشترکو ګټو لپاره دې پکې مثبت پرمختګونه رامنځته شي.