ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اقتصادي کمېسیون غونډه؛ د معدني اوبو شرکتونه مکلف دي، چې له کابل ښار څخه بهر د اوبو له سطحي سرچینو څخه ګټه واخلي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې له اصنافو د ملاتړ په موخه پر هغوی د مالیې راکمولو په اړه د مالیې وزارت له لوري وړاندې شوی راپور تایید او د اقتصادي کمېسیو۱۴۰۱/۱/۱۴ مې نېټې پرېکړه تمدید شوه.

 اقتصادي کمېسیون تېر کال پرېکړه کړې وه، چې د اصنافو د ملاتړ په موخه پر هغوی د ټاکل شوې مالیې اندازه له ۱.۵ څخه ۰.۵ سلنې ته راښکته کړې وه.

د مالیې وزارت له لوري په وړاندې شوي راپور کې د اقتصادې کمېسیون د تېر کال د یادې پرېکړې پر اساس د دولت خزانې ته له سلګونو میلیونو افغانیو زیات عواید راټول شوي، د اصنافو ستونزې حل شوي او په شمېر کې یې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

دغه راز په دې غونډه کې افغانستان ته له بهر څخه د خامې مالګې د تورید د جوړ شوي میکانیزم په نظر کې نیولو سره، د موقت وخت لپاره اجازه ورکړل شوه او د کانونو وزارت ته سپارښتنه شوې چې په دې برخه کې د ځان بسیاینې لپاره په کړنلاره کار وکړي.

همدا راز د مالیې وزارت په مشرۍ جوړې شوې کمېټې ته دنده سپارل شوې، چې افغانستان کې د مالګې د کانونو استخراج او د فابریکو تولیدي ظرفیت وڅېړي او راپور یې له اقتصادي کمېسیون سره شریک کړي.

په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې هغه فابریکې او شرکتونه چې په کابل ښار کې معدني اوبه او غیر الکولي مشروبات تولیدوي، مکلف دي چې له کابل ښار څخه بهر د اوبو له سطحي سرچینو څخه ګټه واخلي. په پای کې د اقتصادي معاونیت په مشرۍ د کابل ښار د اوبو سرچینو د تغذیې په موخه جوړې شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، چې له کابل ښار څخه بیرون د معدني اوبو او غیر الکولي مشروباتو د تولیدي فابریکو، شرکتونو، شنو خونو او کرنیزو فارمونو د ځای پر ځای کولو په موخه طرزالعمل جوړ او د تاییدۍ لپاره یې اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.