د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد په خپله اېکس پاڼه د سیلابځپلو هېوادوالو سره د خواخوږۍ په پیغام کې لیکلي؛ په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې په بغلان، بدخشان او غور ولایتونو کې د سیلابونو له امله زموږ لسګونه تنه هېوادوال شهیدان او ټپيان شوي، ګڼ کورونه ویجاړ شوي او نور هم خلکو ته دراني مالي زیانونه اوښتي دي.
د افغانستان اسلامي امارت د دغې غمیزې له امله ټولو شهیدانوته جنة الفردوس، ټپيانوته عاجله شفا او زیانمنو شوو کورونیو ته نعم البدل غواړي.
همدا ډول د شهیدانواو زخمیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي ښيي، د حوادثو په وړاندې د مبارزې وزارت، د دفاع او کورنیو چارو وزارت او همدا از د ولایتونو مسولینو ته لارښونه کیږي، چې ژر تر ژره دې د خلکو د ژغورنې، د شهیدانو د رایستلو او د ټپيانو د درملنې لپاره خپل ټول امکانات په کار واچوي.
مولوي ذبیح الله مجاهد همدا راز له هېوادوالو غوښتي، چې د خپلو مصیبت ځپلو وروڼو سره د مرستې لپاره میدان ته را ودانګي او هر څه چې په توان کې وي، له سیلاب ځپلو سره یې شریک کړي.
نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت به هم د ټولو ممکنه امکاناتو په کارولو سره د خپل ولس په خدمت کې وي.