ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال د کابل – جلال اباد دویم لین سړک څخه لیدنه کړې

د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند تېره ورځ (د روان ۱۴۰۳ لمريز کال د ثور مياشتې په ۲۱مه نېټه) د کابل – جلال آباد دویم لین سړک څخه ليدنه کړې.

د دغه ليدنې پر مهال د بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقي، د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني، د کابل والي مولوي امين الله عبيد او د ننګرهار والي ملا محمد نعيم اخوند هم شتون درلود.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د کابل – جلال اباد دوهم لین سړک د هېواد له مهمو سوداګريزو لارو څخه ياد کړی او ویلي يي دي؛ په دې لار په ورځني ډول سلګونه باروړونکي او مسافر وړونکي موټر تګ راتګ کوي.

ملا عبدالغني برادر اخوند زياته کړې؛ د کابل جلال آباد پر لومړي سړک د زیاتې ګڼې ګوڼې او ځينې وخت د غره د ښویېدو له امله ترافيکي پېښې رامنځته کېږي، چې په پايله کې يې هېوادوالو ته ځاني او مالي زيانونه رسېږي.

نو اړتيا ده چې د دغه سړک دویم لين هم جوړ شي، څو ترافيکي پېښې راکمې، سوداګريز توکي په وخت انتقال او د هېوادوالو ژوند وژغورل شي.

په پای کې نوموړي د دغې لارې اهمیت ته په کتو سره ویلي؛ د کابل – جلال اباد لویې لارې دویم لین سړک جوړولو پروژې عملي چارو پیل یې په خپلو کاري لومړیتوبونو کې نیولی او د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله له منظورۍ وروسته به یې عملي چارې پیل شي.