ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې سیلابونه؛ ګڼ شمېر کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختو سیلابونه له امله ګڼ شمېر کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او زیات شمېر کورنه او مېشت ځایونه ویجاړ شوي دي.

د افغانستان اسلامي امارت له زیانمنو کورنیو سره ژوره خواخوږي څرګنده کړې او د پېښو پر وړاندې د مبارزې او د کورنیو چارو وزارتونو او د ولایتونو له سیمه‌ییزو مسولینو یې غوښتي، چې د خلکو ژغورلو، د شهیدانو را ایستلو او د ټپيانو درملنې په برخه کې بیړنی اقدام وکړي او له خپلو ټولو امکاناتو دې ګټه پورته کړي.

اسلامي امارت له خلکو غوښتي، تر څو د زیانمنو شویو هېوادوالو سره مرسته وکړي.

دغه‌راز ډاډ یې ورکړی، چې اسلامي امارت به له ټولو امکاناتو په ګټه اخیستو له سیلاب ځپلو هېوادوالو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

د دې تر څنګ ملي دفاع وزارت خپلو ټولو اړوند جزوتامونه ته امر کړی، تر څو په سیلابونو کې بند پاتې هېوادوال وژغوري.

د لوړو زده کړو د وزیر شیخ نداء محمد ندیم په ځانګړې لارښوونه هم شمالي ولایتونو په ځانګړي ډول بغلان ولایت ته د اړینو مرستیو په موخه یو پلای لېږل شوی.

یاد پلاوی په بېړنیو حالاتو کې د ټپیانو د لېږد او درملنې لپاره پر امبولانس او درملو مجهز دی، چې په بېلابېلو سیمو کې به له سېلاب ځپلو سره مرسته کوي.

د یادونې وړ ده، چې بغلان، بدخشان، غور او هرات ولایتونو کې سیلابونو هېوادوالو ته ګڼ مالي زیانونه او ځاني تلفات اړولي دي.