د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا مقام د دفتر لوی رییس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د کار ملي کنفرانس په هکله د کار پنځونې لپاره د مالي لومړیتوب لرونکو ستراتېژیو د کاري ګروپونو په مقدماتي غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
په پیل کې د ریاست الوزرا مقام د دفتر لوی رییس د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست پر مهال هیله څرګنده کړه، د کار موندنې ملي کنفرانس به چې په راتلونکو څو ورځو کې جوړ شي ټولو افغانانو ته د کار پنځونې په برخه کې اغېزمن واقع شي.
د ریاست الوزرا مقام د دفتر لوی رییس د افغانستان اسلامي امارت اقتصاد محوره پالیسۍ ته په اشارې د کار ملي کنفرانس د جوړولو لپاره د دغو مقدماتي غونډو دایرول په هیواد کې د بېکارۍ کچې راکمولو لپاره مهمې وبللې وې ویل، د اسلامي نظام موخه ملت ته خدمت او د دوی هوساینه ده.
محترم ډاکټر ملا عبدالواسع زیاته کړه، په دې غونډو کې به هره اداره په نوبت وار ډول د ګډون ترڅنګ د کار پنځونې په برخو د اصلاح لپاره کې خپلې ګټورې نظریې شریکوي او هیله لرم چې ټولې ذیدخلې ادارې به په بشپړې همکارۍ او همغږۍ د یاد کنفرانس د بریالیتوب لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي.