د فلسطین روغتیا وزارت په یوه بیانیه کې ویلي؛ په الشفا روغتون کې درې نور ډلهییز قبرونه موندل شوي، چې ۸۰ جسدونه ترې را ایستل شوي دي.
په اعلامیه کې ویل شوي؛ د را ایستل شویو جسدونو له ظاهري نښو نښانو ښکاري، چې ډېری جسدونه یې په هغو ناروغانو پورې اړه لري، چې له درملو محروم کړل شوي.
یاد وزارت وايي: “داسې جسدونه هم موندل شوي، چې د صهیونیستي رژیم د عسکرو تر ټانکونو لاندې کړل شوي او په منځ پرې شوي او داسې جسدونه هم وو، چې سرونه یې نه درلودل.”
تر اوسه د غزې تړانګې په ناصر او الشفا روغتون کې ۷ ډلهییز قبرونه موندل شوي، چې څه باندې ۵۲۰ جسدونه ترې را ایستل شوي دي.
دغهراز د غزې سرې میاشتې ټولنې ویلي، چې له ۱۰ زره د زیاتو شهیدانو جسدونه تر ویجاړو ودانیو او خارو لاندې دي او لا تر اوسه لاسرسی ورته ممکن نه دی.
صهیونیستي اشغالګرو د روان لمریز کال د حمل (وري) میاشتې په نیمايي کې شاوخوا دوې اونۍ الشفا روغتون محاصره کړی و. په دې موده کې یې ګڼ جنایات ترسره کړل، بشري ناورین یې رامنځته کړ او پراخه ویجاړۍ یې پرېښودې.