ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د هېواد په ځینې ولایتونو کې د وروستیو سیلابونو له امله ۱۶۲ کسانو ژوند بایللی

طبیعي پیښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزارت وایي، چې په بغلان، تخار، بدخشان او غور ولایتونو کې د وروستیو سیلابونو له امله ۱۶۲ کسانو ژوند بایللی او ۲۲۶ نور ټپیان شوي.

دغه‌راز ۸ زره کورونه په بشپړ ډول ویجاړ او دوه زره نور تخریب شوي او درې زره څاروي له منځه تللي دي.

د یاد وزارت ویاند ملا جانان سایق وايي، چې د ژغورنې عملیات او مرستې رسولو لړۍ د دفاع وزارت او نورو مرسته رسونکو بنسټونو سره په همکارۍ دوام لري.

له بل لوري د بغلان ځايي مسولین وايي، چې له زیانمنو سره یې پر خپل وخت مرستې کړې دي او د وروستیو سیلاب ځپلو لپاره د مرستې ټولولو لپاره کمیټه هم رامنځه شوې ده.

د اسلامي امارت چارواکي ټینګار کوي، چې د طبیعي پېښو له زیانمنو سره د مرستې لپاره یې هڅې ډېرې او لا ګړندۍ کړې دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش افغانستان کې د سېلاب‌ځپلو کورنیو سره خواخوږي ښودلې او ویلي یې دي، چې د سېلابونو له امله په اوښتې مرګ‌ژوبلې سخت خواشینی دی. له بلې‌خوا د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند استفان دوجاریک د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي، چې په افغانستان کې د دوی همکار سازمانونه له اسلامي امارت سره سېلاب‌ځپلو ته د بېړنیو مرستو د رسولو په برخه کې په همغږۍ بوخت دي.