د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ نور محمد ثاقب د نړۍ د علماوو مشورتي غونډه کې چې د ترکیې هېواد په استانبول ښار جوړه شوې وه د خپلې وینا په مهال ویلي؛ زما لپاره د ویاړ ځای چې په داسي لوی کنفرانس کې ګډون کوم چې په کې د اسلامي نړۍ ډېر علما شتون لري.
زه د ترکیې هېواد د دیني چارو ادارې (دیانت) څخه مننه کوم چې په دې حساس وخت کې یې د اسلامي امت پر وړاندې د شته ننګونو د حل لارو چارو پیدا کولو په خاطر د اسلامي نړي د علما داسې مشورتي کنفرانس جوړ کړی دی.
نوموړي زیاته کړې؛ نن ورځ بېلابېلو فکري، سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي ناورینونو اسلامي امت له ننګونو سره مخ کړی، چې په پایله کې د اسلامي هېوادونه د کمزوري کېدو سبب ګرځیدلی.
اسلامي امت په جدی توګه د هغو درملني ته اړتیا لري، او یواځي علمای کرام کولی شي، چې په دې حساس وخت کې د اسلام مبین دین د لارښوونو سره سم د دې امت د خلاصون او لاس نیولو لامل وګرځې .
د ارشاد حج او اوقافو وزیر ویلي؛ نن ورځ د فلسطین مظلوم خلک په وحشيانه ډول تر برید لاندې راغلي دي او په سلګونو مسلمانان هره ورځ د ماشومانو او ښځینوو په ګډون په شهادت رسېږي، اوس په اسلامي امت پورې اړه لري چې ترڅو په یوالي سره د دغو جنایاتونو په وړاندې مخالفت وکړي او د فلسطین خلکو سره خپل قاطع ملاتړ اعلان کړي.
د افغانستان اسلامي امارت د فتحې او بریا وروسته له شرق څخه تر غربه او له شمال څخه تر جنوبه پورې په ټول هېواد کې امنیت ټینګ شوی دی او خلک د نظام تر څنګ ولاړ دي.
د افغانستان اسلامي امارت د هېواد اقتصاد د ودې لپاره ډیری هڅې پیل کړي دي، ډیرې کټوری پروژی په مرکز او ولایتونو کې ترسره کېدو په حال کې دی.
اسلامي امارت هڅه کوي چې خلکو ته د کارموندنې زمینه برابره کړي.
سربیره پردې، اسلامي امارت د نشه یي توکو کښت او سوداګري منعه کړې ده او په ضد یې قاطعانه اجراات کوی کوم چې د بشریت په وړاندي لوي ګواښ بلل کیږی.
په اخیر کې باید ووایم چې اسلامي امارت د سیمې، نړۍ او په ځانګړي توګه له اسلامي هېوادونو سره ښې او متقابلي اړیکې غواړي.