ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د پلخمري ښار اړوند سېلاب ځپلې سیمې له نیږدې لیدلي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند بغلان ته د خپل سفر په ترڅ کې د پلخمري ښار اړوند کرکر سیلاب‌ځپلې سیمې ته  سفر کړی او هلته یې سیلاب‌ځپلي هېوادوال او هغوی ته اوښتي زیانونه له نږدې لیدلي دي.

ملا عبدالغني برادر اخوند یادې سیمې ته له رسېدو وروسته لومړی د شهیدانو روح ته دعا کړې، زیانمن شوو هېوادوالو ته یې تسلیت وړاندې کړی او ځان یې د هغوی په غم کې شریک بللی دی.

نوموړي یادې سیمې ته له ځان سره لسګونه ټنه خوراکي توکي، درمل او البسه لېږدولي او پر دې سربېره له زیانمنو شویو هېوادوالو سره نقدي مرسته هم کړې ده.

د کرکر سیمې علماوو، سپین ږیرو او متضرر شوو هېوادوالو د زړه له تله له اسلامي امارت مننه کړې، چې دوی یې په سخت حالت کې یاد کړي او د غمرازۍ په موخه یې مشرانو دغه سیمې ته سفر کړی دی.

د سیمې خلکو اسلامي امارت د ځان او ولس نظام بللی او ویلي يي دي، د غم په دې حالت کې یې دوی یوازې نه یو پریښودل شوي.