ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

۸۳ تنه محصلین د کابل طبي علومو پوهنتون د طب پوهنځي څخه فارغ شول

د کابل طبي علومو پوهنتون ۸۳ تنه محصلین د طب پوهنځي له نظري زده کړو څخه فارغ شول.

په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د لوړو زده کړو وزیر مولوي نداء محمد ندیم د کابل طبي پوهنتون محصلینو، استادانو او د محصلینو کورنیو ته مبارکۍ سربېره د طب علم په ارزښت د ټینګار ترڅنګ ویلي؛ د طبابت علم له دیني علومو وروسته تر ټولو مهم علم دی او دا د الله تعالی یوه ځانګړې پرزوینه او ډالۍ ده چې تاسو ته یې د طب په برخه کې علم درکړی.

نوموړي زیاته کړې؛ هر ډاکټر، انجنير، استاد او نور بايد خپلې چارې د اسلامي شريعت اړوند پرمخ يوسي.

دغه راز غونډه کې د ښار او کور جوړونې وزیر حمدالله نعماني محصلینو ته مبارکي ویلې، د لوړو زده کړو وزارت کړنې یې ستایلي دي او د علم څخه د استفادې په اړه یې خبرې کړي دي.

همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حافظ محمد حامد حسيب او د دغه وزارت د محصلانو چارو مرستیال مفتي محمد طاهر احمد محصلانو او د هغوى کورنيو ته مبارکي وويله او محصلینو ته یې د خپلو زده کړو د دوام او د تخصصي پروګرامونو د تعقیب په اړه لارښوونې کړې دي.

ورپسې د کابل طبي علومو پوهنتون رییس ډاکټر اسدالله نجات هم د محصلینو په فراغت خوښي څرګنده کړې او د طب په برخه کې یې د ابو علي ابن سینا د ابتکاراتو په اړه معلومات ورکړي دي.