د اسلامي نړۍ د علماوو مشورتي کنفرانس چې درې ورځې وړاندې د ترکیې په استانبول ښار کې د ولسمشرۍ ماڼۍ “دولمابهجة” کې د یاد هېواد د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ پرانیستل شوی و، پای ته ورسېد.
په دې کنفرانس کې د اسلامي هېوادونو وزیرانو، استازو او د اسلامي نړۍ علمای کرامو د اسلامي امت او بشريت پر وړاندې د شته ننګونو او خطرونو څخه د وتلو پر لارو چارو خبرې وکړې.
همدا شان یاد کنفرانس کې په اوسنيو حالاتو کې د اسلامي امت د يووالي او په ګډو مسايلو کې د یو ګډ درېځ غوره کولو ترڅنګ دې ته ورته نورو مهمو موضوعاتو باندې هر اړخیزې خبرې وشوې.
غونډه په درې مخیز پریکړه لیک سره پای ته ورسېده.