په دغو مراسمو کې چې د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه پلاوي، د غزني ولایت مسولینو، د پوهنتون مشرتابه پلاوي او د محصلانو کورنیو برخه اخیستې وه.
د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم محصلانو ته د مبارکۍ ترڅنګ ویلي؛ د هېواد راتلونکی په تاسو پورې اړه لري، د خپلو ملي او دیني مسولیتونو په پام کې نیولو سره د هېواد په ابادۍ او پرمختګ کې برخه واخلئ.
نوموړي زیاته کړې، د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه د هېواد پرمختګ او هوساینې ته ژمن دی او د اسلامی شریعت پر بنسټ هېوادوالو ته خدمتونه وړاندي کوي.
شیخ نداء محمد ندیم ویلي؛ د ملت د دین او دنیا په ساتنه کې د نظام د بریالیتوب راز دا دی چې زموږ قانون او لارښونه د خدای پاک سپیڅلی کتاب دی، په دغه لاره کې باید استقامت ولرو، د نورو د ګټو لپاره خپله مقدسه لاره بدله نه کړو.
ورپسې د یاد پوهنتون مشرتابه پلاوي او نورو ویناوالو خبرې کړي او فارغ شوو محصلانو ته يې د مبارکۍ ترڅنګ هغوی د هېواد پرمختګ او ابادۍ ته هڅولي دي.