د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري پرون د ثور په ۲۶مه د ‘افغانان کتاب لولي’ تر عنوان لاندې د کتاب نړیوالې ورځې او مطالعې اونۍ په ویاړ غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د یاد وزارت مسولینو ویلي؛ روان کال یې د نورو کلتوري خدمتونو ترڅنګ ۵۳ عنوانه بېلابېل کتابونه چاپ کړي او پلان لري، چې په ټول هېواد کې د معیاري کتابتونونو په جوړولو سره په ټولنه کې د مطالعې فرهنګ دود کړي.
دوی په لیکوالو غږ کړی، تر څو په داسې موضوعاتو لیکنې او څېړنې وکړي، چې د ټولنې په ګټه او د لوستونکو ذهنونه ورغوي.
په دې مراسموکې د کابل ښاروالۍ کلتوري رییس قاري ولي ګل جواد ویلي؛ په پلان کې لري چې د کتاب لوستلو د فرهنګ دودولو په موخه د کابل ښار په ټولو پارکونو کې کتابتونونه جوړ کړي.
دغهراز د علومو اکاډمۍ غړو، د پوهنتون استادانو او ګڼ شمیر لیکوالانو د کتاب د ارزښت او مطالعې دودولو په ګټو خبرې کړې او په ټولنه کې یې د علمي اقتصاد رغول او د کتاب لوستنې دودول یې د ټولو هېوادوالو ګډ مسولیت بللی دی.
د یادونې وړ ده، چې د کتاب نړیواله ورځ هر کال په هېواد کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د یو لړ مراسمو په ترڅ کې نمانځل کېږي، چې ګڼ شمیر علمي شخصیتونه او لیکوالان پکې کډون کوي.