د افغانستان بانک د لومړي مرستیال نوراحمد اغا په مشرۍ معیاري، ارزانه، اسانه او با کیفیته بانکي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په تالار کې غونډه جوړه شوې.
په دې غونډه کې د ریاست د دفتر، بانکي څارنې، مالي خدمتونو د پراختیا، غیر بانکي مالي موسساتو د څارنې، اسلامي بانکوالۍ، خطرونو او اداینو سیستم امریتونو، امرینو او کارکوونکو ګډون درلود.
په پيل کې د افغانستان بانک لومړي مرستيال ویلي؛ باکيفيته مالي خدمتونو ته لاسرسى د هر وګړي حق دى او دا موږ پورې اړه لري چې په هېواد کې د مالي خدمتونو د پراختيا لپاره مناسب بنسټ برابر کړو.
نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې زیاته کړې؛ په بانکونو کې د حساب پرانیستلو پروسه او شرایط باید ډېر اسانه شي، څو خلک د بانکي محصولاتو له ګټو برخمن شي.
ښاغلي نور احمد اغا د نړیوالو لېږدونو په بهیر کې د اسانتیاوو په رامنځته کولو او سوداګرو او خلکو ته د لازمو اسانتیاوو په برابرولو باندې ټینګار کړی، نوموړي په هېواد کې پر نړیوالو معیارونو برابره برېښنايي بانکوالي یوه اړتیا یاده کړې او دا چاره یې د نغدي راکړو ورکړو په کمولو کې د ارزښت وړ بللې.
د افغانستان بانک لومړي مرستیال اړوندو مسولینو ته ویلي، موږ باید په ټول هېواد کې د اې ټي اېم او POS ماشینونو شمېر زیات کړو، څو د هېواد په لرې پرتو سیمو کې خلک د مالي خدمتونو له عرضې څخه برخمن شي.
په دې غونډه کې د بانکونو د اوسني وضعیت، د ATM او POS ماشینونو د شمیر، د hمریتونو د کړنو د راپور او د ګډونوالو ترمنځ د وړاندیزونو او ستونزو په اړه هر اړخیز بحث وشو او اړوندو آمریتونو ته لازمې لارښونې شوي دي.
د يادونې وړ ده چې د افغانستان بانک د هېواد د مرکزي بانک په توګه تل هڅه کړې چې هېوادوالو ته د مالي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره مناسبې زمينې برابرې کړي، دا هڅې تر اوسه اغېزناکې تمامې شوې دي او په پام کې ده چې په راتلونکي کال کې په دې برخه کې نور عملي ګامونه هم پورته شي.