د امارتي شرکتونو خپلواکه اداره وايي؛ د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره زیات شمېر هغه کارخونې په اساسي ډول بېرته رغول شوې او فعالیت یې پيل کړی، چې د څو لسیزو ناورینونو او کورنیو جګړو له امله ویجاړې شوې وې.
دغهراز د بشپړ له منځه تللو کارخونو د بیا جوړولو په اړه یې ډاډ ورکړی دی.
د یادې ادارې مسولین زیاتوي؛ اوسمهال حکومت د کورنیو تولیداتو د ودې په موخه د فابریکو بیا رغولو برخې ته پاملرنه زیاته کړې، چې د امارتي شرکتونو ادارې له لوري به یې کارونه لاچټک شي.
د اقتصادي چارو شنونکي دا اقدام ستایي او وایي، چې د دولتي شرکتونو او فابریکو په فعالېدو سره به ګڼو خلکو ته د کار زمینه برابره او د کورنیو تولیداتو کچه به ورسره لوړه شي.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت په بیا واکمنیدو سره د زیات شمېر دولتي فابریکو د بیارغونې ترڅنګ، ګڼو کورنیو او بهرنیو شرکتونو ته د پانګونې زمینه هم برابره شوې ده.