ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د IHH خیریه موسسې مسولینو د ریاست الوزرا له اداري مرستیال سره په لیدنه کې؛ افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته پراختیا ورکوو

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د IHH خیریه موسسې له مسولینو سره لیدنه کړې.

د لیدنې په پیل کې د یادې موسسې مسولینو د خپلو فعالیتونو، کړنو او پروګرامونو په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي او ویلي يي دي؛ دوی اراده لري، چې په افغانستان کې خپل بشردوستانه فعالیتونه پراخ او په بېلابېلو برخو کې به یې افغانانو ته د مرستو رسولو بهیر دوام ومومي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د IHH خیریه موسسې د بشردوستانه مرستو قدردانی کړی او ویلي يي دي، د افغانستان اسلامي امارت په هېواد کې د یادې موسسې د بشردوستانه فعالیتونو هرکلی کوي او د دغو فعالیتونو د دوام لپاره به لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.