د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي په ختیځ اذربایجان کې د الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې ومړ.
دغهراز د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان او ۷ نورو چارواکي هم په یاده پېښه کې ژوند بایللی.
دا چورلکه تېره ورځ نسکوره شوې وه. ژغورنکې ډلې په وخت د سیمې ځای ته رسېدلې وې، خو د سخت باران او خرابې هوا له امله د ژغورنې عملیات له ننګونو سره مخ وو.
تازه د ایران تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې په یاده پېښه کې ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان او ۷ نورو کسانو ژوند بایللی.
د ایران ولسمشر او مل پلاوی د “قیز قلعه سي” په نوم د اوبو یوه بند ګټې اخیستنې ته د سپارلو له مراسمو وروسته په یاده الوتکه کې تبریز ته سفر کاوه، چې الوتکه یې په نیمه لاره کې سقوط شوه.