ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اسلامي امارت سیاسي معاونیت د ایران د ولسمشر په مړینه خواشیني څرګنده کړې

په ایران اسلامي جمهوریت کې د رامنځته شوې پېښې په اړه د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت د خواخوږۍ اعلامیه

په خواشینۍ سره چې د ایران اسلامي جمهوریت ولسمشر جلالتماب سید ابراهیم ریيسي، د بهرنیو چارو وزیر یې امیر عبداللهیان او مل پلاوى د ایران اسلامي جمهوریت په ختیځ اذرباییجان کې د چورلکې د غورځېدو په پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. انا لله وانا الیه راجعون

موږ په دې ویرجنې پېښې خواشیني یو، ارواښاد سید ابراهیم ریيسي او مل پلاوي ته یې له پاک رب څخه د مغفرت دعا کوو، د هغوی کورنیو، د ایران اسلامي جمهوریت ملت او دولت ته د خپلې خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندې کوو.

اسلامي امارت په دې غم کې له ورور او دوست هېواد د ایران اسلامي جموریت ترڅنګ ولاړ دی.

مولوي عبدالکبیر

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال