ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ابراهیم رییسي څوک و او څه ډول د ایران ولسمشر شو؟

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي چې پرون یې تبریز ته په لاره ختیځ اذربایجان کې الوتکې سقوط وکړ او نن یې د مړینې خبر خپور شو.

په دې پېښه کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان او یو شمېر نورو کسانو هم ژوند بایللی.

سید ابراهیم رییسي په ۱۳۳۹ لمریز کال د ایران په مشهد کې زېږېدلی، د قم په علمي حوزه او یو څه موده یې د امام خمیني تر نظر لاندې علمي مدرسه کې زده کړې کړې دي.

ښاغلي رییسي ایران کې په سیاسي، ټولنیزو، کلتوري او انقلابي فعالیتونو کې فعاله ونډه درلوده.

نوموړی د ۱۴۰۰ لمریز کال په ټاکنو کې بریالی او د ایران ولسمشر شو.

له دې وړاندې یې د نورو مهمو دندو تر څنګ د ایران د لوی څارنوال او عدلیې وزیر په توګه هم دندې ترسره کړې دي.

ښاغلي رییسي په ۲۰۱۷ کال کې هم د ایران ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند و، چې بریالی نه شو او حسن روحاني د ایران د ولسمشر په توګه ټاکنې وګټلې.

بالاخره ابراهیم رییسي د ایران په ختیځ اذربایجان ولایت کې د “قیز قلعه سي” په نوم د اوبو یو بند له پرانیستو وروسته بېرته تبریز ته په لاره و، چې په یوه ځنګلي او غرنیزه سمیه کې یې چورلکه نسکوره شوه او نن سهار یې مړي وموندل شول.